د ماشومانو د اونۍ نمانځلو تدابیر پیل شوي

د ماشومانو د اونۍ نمانځلو تدابیر پیل شوي

د ماشومانو د ساتنې شبکه ( CPAN)د هيواد په ۱۷۰ ولسواليو کې فعاليت لري.
دغه خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د ماشومانو ساتنې شبکې ( CPAN) غونډه کې چې د ماشومانو اونۍ نمانځلو د څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه، و کړه.
ښاغلي جيلاني زياته کړه، چې هڅه کوي، څو د همکارو ادارو په مرسته د دې شبکې فعاليت د هيواد ټولو ولسواليو ته و رسوي.
د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني وويل، چې د ډسمبر له اومې نېټې وروسته به د ماشومانو د اونۍ نمانځلو په موخه د يوې اونۍ لپاره د ماشومانو د حقونو او عامه پوهاوي اړوند مختلف پروګرامونه جوړ شي، نوموړي همدارنګه د ماشومانو اونۍ د نمانځلو لپاره د اماده ګۍ کمېټې له غړو و غوښتل څو د دې اونۍ نمانځلو په برخه کې د تشريفاتي پروګرامونو زيات په عملي او معنوي پروګرامونو چې د ماشومانو لپاره مهم دي، کار و کړي.
دغه غونډه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، په کې د ګڼ شمير کورنيو او بهرنيو مؤسسو استازو چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، ګډون کړی وه؛ دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې د ماشومانو اونۍ نمانځې لپاره د خپلو اماده ګيو او همکاريو ژمنه و کړه.




t