د ماشومانو د حقونو د خونديتوب غونډه وشوه

د ماشومانو د حقونو د خونديتوب غونډه وشوه

د پکتیکا د مرستیال والي انجنېر شېر بادشاه ارګوني په مشري د ماشومانو د حقونو د خونديتوب میاشتنۍ غونډه تر سره شوه چې د هغوی د حقونو د خوندیتوب پر کمېټې سربېره د یو شمېر ریاستونو او اداراتو رئیسانو او مسولینو ګډون درلود.
غونډه کې مرستیال والي د ماشومانو پر اوسني وضیعت، لاسته راوړنو، اسانتیاوو، زده کړو، روغتیا، شاکه کارونو، ټولنیز چاپېریال او ځنو نورو موضوعاتو خبري وکړې.
نوموړي وویل: چې لاهم پر ماشومانو ډول ډول درانه او شاکه کارونه تر سره کېږي چې د هغوی ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.
ارګوني زیاته کړه والدین مکلف دي چې د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي هغوی ته د زده کړو او پوهي زمنه برابره کړي. ده وویل پلرونه باید له (۱۸) کنۍ نه مخکې د کم عمره نجونو د واده کولو مخنوی وکړي چې لا هم زموږ په ټولنه کې دا ناوړه دود جریان لري.
همدارنګه نوموړي پر نظامي چارواکو هم غږ وکړ چي تر (۱۸) کلنۍ کم عمره ماشومان خپلو لیکوته جذب نه کړي او دې برخه کې دقیق اوسي.
د دې تر څنګ د ماشومانو د حقونو د خونديتوب په یاده غونډه کې د هغوی له ناوړه حالت څخه د رایستلو لپاره پر اوږد محاله پلان هم بحث وشو چې له مخې به یې تر ( ۱۸ ) کلنۍ د کم عمره ماشومانو زده کړو، روغتیا او راتلونکې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د یادولو وړ ده چې د ماشومانو د حقونو د خونديتوب غونډه هره میاشت یو ځل دایرېږي چې د ماشومانو پر حقونو، لاسته راوړنو او ستونزو خبري کېږي.




t