د ماشومانو د ساتنې د وړتیا لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ماشومانو د ساتنې د وړتیا لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د یونیسف په مالي همکارۍ ټولنیزو کارکوونکو، قضیو مدیریانو،مدافع وکیلانو،د ماشومانو د ساتنې شبکې فعال غړو او یو شمیری نورو ته د ماشومانو د سااتنې،ټولنیز کار او قضیو مدیریت په برخه کې د وړتیاوو لوړولو ملي لارښوود تر عنوان لاندې ۱۱ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس پوهنیار عبدالحکیم شیرزاد د یاد ورکشاپ د جوړیدو په برخه کې د یونیسف د مالي ملاتړ څخه مننه وکړه او له ګډنوالو یې هیله وکړه چې په سمه توګه ترې ګټه واخلي .




t