د ماشومانو د سيالۍ نمايش وړاندې شو

د ماشومانو د سيالۍ نمايش وړاندې شو

د پنج شنبې په ورځ د کندهار په احمدشاهي لوبغالی کي روغتیا، پوهني او فوټبال ته د ماشومانو د تشویق په موخه د ماشومانو د بیلابیلو سیالیو نمایش وړاندي سوو، چي پکښي د ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس جاوید الله سلطاني هم ګډون کړي وو.

دا ډول نمایش په کندهار کي په لومړي ځل ترسره کیږي، چي پکښي تر ۲۰۰ تنو تنکیو ماشومانو برخه اخیستي وه او ډیره برخه ماشومانو یې د فوټبال سیالۍ ترسره کړې.

د نمایش پر مهال د ولایت مقام بشري سرچینو رئیس جاوید الله سلطاني وویل، چي د پایه په نوم د نمایش ماشومان سپورټ ته تشویقوي او هیله یې وښودل، چي د یادي کړني مثبت تاثیران به ډیر ژر د ماشومانو په ژوند کي راڅرګند سي او همداراز یې د والدینو وغوښتل، چي خپل اولادونه د پوهني تر څنګ سپورټ ته هم تشویق کړي تر څو سالمه روغتیا ولري.




t