د يو ماشوم د ځان وژنې کيسه

د يو ماشوم د ځان وژنې کيسه

دا ماشوم عمران نومیږي ، زموږ کلیوال دی ، خپل ځان یې د کوټې په چت پورې ځړولی او ځان وژنه یې کړې.

کیسه یې داسې ده چې دده پلار داسې یوه اندازه ملا او ‌ډیر بې وزله او درویش سړی دی.
عمران د اووم ټولګی شاګرد وو ، هره ورځ یې د مدیر او ښونکي له لاسه ځکه وهل خوړل چې ولې د ښونځۍ اسماني رنګه کالي نه اغوندي ، خو کله به چې عمران خپل پلار ته د ښونکي او مدیر د تهدید او رټلو کیسه کوله ، نو پلار به یې حیران وو او کله کله به یې پلار پرې غوسه کیده چې نور د ښونکي د وهلو کیسې کور کې ونکړي.

بلاخره یې پلار ورته ویلي وو چې زویه ښوونکي ته دې ووایه موږ نشو کولای چې په بازار کې حتی د خپلو عادي کالیو لپاره تان کړی رخت واخلو ، زما مور ، پلار ، وروڼو او کوچنیو خویندو ته زموږ د کلي خلک خپل زاړه شلیدلي کالي په خیرات کې راکوي.

نورې ورځې یې ورته ښونځۍ کې څه نه وو ویلي ، خو د لمړۍ ورځې ازموینې څخه یې ځکه له ټولګی ایستلی وو چې یو خو یې د ښونځۍ کالي تن کې نشته او بل داچې د ازموینو لپاره یی د سپینو پاڼو د رانیولو په موخه ښونکي ته پیسې نه دي ورکړي.

ټولو هلکانو په ټولګیو کې دننه ازموینه ورکړې او عمران له خپلې بیوزلۍ او بیوسۍ سره د ښونځۍ په دهلیزونو کې بیرون پاتې شوی ، همدا چې د عمران هر ټولګیوال د ازموینې له سرته رسولو وروسته له ټولګي وځي، عمران ته د هغه د بیوزلۍ پیغورنه ورکو:'(

د عمران د زړه له حالت څخه په دې مهال یوازې خدای (پاک) خبر چې څه به تیریږي ، خو چې کور ته راغلی خپلې مور ته یې ویلي مورې موږ به کله پیسې پیداکوو او نوي کالي به رانیسو؟
کله به زموږ په خپل کور کې ‌ډو‌ډۍ او کتغ پخیږي او خورو به یې ؟
کله به د نورو خلکو په خیرات ماړه شو

کله به داسې ورځ راشي چې خپل همزولي راته د شریف ملنګ زوی و نه وایي ؟
کله به زموږ کور کې څراغ روښانه کیږي او موږ به د شپې له خوا یو بل سره وینو

عمران داسې ډ‌یرې نورې خبرې هم کړي دي ، خو مور یې پرې غوسه شوې او ویلي یې دي ، البته زموږ همداسې ناکاره نصیب دی ، بس چې ترڅو خدای تعالی زموږ سا وانخلي موږ به همداسې یو

البته عمران به فکر کړی وي راځه له دې غمیزې څخه ځان خلاص کړه او خپله سا او روح په زوره د مرګ په پرښتې وسپاره

کومه نرۍ غوندې رسۍ یې پیداکړې ، یوې ګوښه کوټې ته تللی او د هغې په چت پورې یې ځړولې او بیا یی یوه بوشکه ترې لاندې ایښې، په بوشکه ختلی او د رسۍ په حلقه کې یې خپله ستونه ورکړې بیا یې بوشکه په لغته وهلې او عمران همداسې تر مرګه ځړیدلی پاتې شوی دی

پلار یې په ژړا او چیغو هرچا ته همغه رسۍ ښودله او ویل به یې په دې یې ځان وژلی
عمران د بیوسۍ او بیوزلۍ له بلا څخه په تنګ شو ځان یې وواژه

اګرکه زه له دې غمیزې خبر شوی وم ، خو همت مې نشو کولای چې کیسه یې تاسې ته وکړم ، خو نن چې د عمران له مرګ څخه یوه اونۍ وروسته پلار یی زما سره په ننګرهار کې مخامخ شو ، د عمران د مړي دغه انځور یې راته راکړ وې ویل چې دا کیسه حتمأ له خلکو سره شریکه کړه.

د یادولو ده چې دا پیښه زموږ په سیمه او منطقه کې بلکې بې سارې او بې سابقه ده ، البته د لویانو د ځان وژنې پیښې تیرې شوي ، خو د ماشوم د ځان وژنې مې بیخي نه وو اوریدلي مګر عمران دا هم را وښودل .
خدایه پاکه ته یی وبښې.

ليکوال: سيد جمال الدين دعي




t