فارياب: تېر کال ۱۱۸ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فارياب: تېر کال ۱۱۸ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي دي، فارياب هغه ولايت دی چې تېر کال پکې د نا امنيو له امله لسګونه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو ولايتي مسؤل ذبيح الله جواد رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، تېر کال دغه ولايت کې ۳۸ ماشومان وژل شوي او ۸۰ نور ژوبل شوي دي.

هغه وايي،  له بده مرغه د ملکيانو، په ځانګړي ډول ماشومانو د زيان د جبران او د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بنيادي پروګرام نه شته.

په فارياب ولايت کې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوي دي.




t