له خپلو ماشومانو سره مینه وکړئ!

له خپلو ماشومانو سره مینه وکړئ!

د یوه خوشاله ماشوم روزلو لومړی راز د هغه په ستایلو کې دی. د میندو او پلرونو مینه د ماشوم په خوشاله ساتلو کې تر ټولو اړین عامل دی.

کله چې ماشومان لویږي نو د دې په پوهیدلو سره چې د هغوی باورونه، خوښې، عادتونه او استعدادونه ارزښتمند بلل کیږي د خوشالۍ احساس کوي او دا د هغوی د ژوند د راتلونکو کلونو په خوشالۍ کې بنست ایښودونکي دي. البته د ماشوم منل د هغه د تیروتنو څخه په دایمي ډول سترګې پټول نه دي. خو زده کړئ چې د ماشوم کړنې نقد کړئ نه د هغه شخصیت. همدارنګه هغه څه له ماشوم څخه غواړئ هغه ماشوم ته ووایاست، نه هغه څه چې نه یې ترې غواړئ. یعنې هغه ته د (دا مه کړه!) خبرې په ځای ووایاست (دا وکړه!).

۲-نه زه نه شم کولی په، هو زه کولی شم بدل کړئ!
کله چې ماشوم پوه شي چې په هغه ډاډه یاست او باور مو پرې پیدا کړئ، هغه احساس کوي چې هر څه ته لاس رسی ورته ممکن دی. د ځان په اړه د ماشوم فکر تر هر څه ډیر اهمیت لري. له همدې امله میندو پلرونو ته ښايي مثبت افکار ماشومانو ته القأ کړي. کله چې د (د ماشوم روزلو) کتاب د لیکوال مک بلدسو زوی ته د هغه ښوونکي وویل: د فوتبال په لوبلو کې هیڅ استعداد نه لري. هغه خپل رټل شوي زوی ته وویل: ((هیڅ کله چاته اجازه مه ورکوه چې اهدافو او هیلو ته دې لار ومومي!))

۱نن ورځ د هغه زوی د خپل هیواد په یوه مخکښ ټیم کې یوه تکړه حرفوي لوبغاړی دی. د بلدسون مثبتو فکري القائاتو د هغه د زوی په ذهن کې د هغه ژوند بدل کړ.

۳- عادلانه اوصول وضع کړئ او خپله هم هغوی ته ژمن واوسئ!
د کم عمر لرونکي ماشومان د خوندیتوب په احساس سره خوشاله کیږي. فرض کړئ چې د یوه لوړ پاڼ په سر ولاړ یاست، په هغه صورت کې چې د ساتلو لپاره یو سپر ولرئ نو د هغه پاڼ په سر له ولاړیدو به خوند واخلئ، که داسې نه وي نو د ویرې او ډار سره به مخ شئ. ماشومان هم همدارنګه دي. که د هغوی د کړنو لپاره یو قوی او کلک چوکاټ (قانون) شتون ولري، هغوی پرمختګ کوي. په حقیقت کې ماشومان د لارو چارو په لټه کې دي.

داوود امینزی




t