له ماشومانو سره – رحمت اندړ

له ماشومانو سره – رحمت اندړ

که دې زوی/لور ژړل؛ نو په چپ کولو یې وخت مه خرابوه، کوترې یا وریېځ ته اشاره وکړه، چې ورته وګورې خپله غلی کیږي، ځکه د انسان فزیولوژي دا ده، چې لاندې ګوري ژاړي
که دې اولادونه د لامبو له حوضه نه را وتل، داسې مه ورته وایې، چې هلئ، ژر را ووزئ؛ بلکې ورته ووایه: پنځه دقیقي پاتې دي، بیا همدغه دقیقي ورته شمیره، څلور پاتې شوي، دری پاتې شوي… په پای کې ورته ووایه، چې را ووزئ، په خپله راوزي. (بله هره لوبه پر همدې قیاس کړه)
که د ماشومانو له چیغو او نارو په عذاب شوي، غوښتل دي، چې د دوی پام ځانته را وګرزوي؛ نو ورته ووایه: «څوک چې زما خبره اوري، لاس دې پورته کړي» لومړی لاس پورته کوي، بیا یې دوه یم پورته کوي او همداسې لکه ساري ناروغۍ ټولو ته رسیږي، او ټول غلي کیږي.
د خپلو ماشومانو له ماشومتوبه خوند واخله، وخت ډېر ژر تیریږي، بیا به د ماشومانو یوازې یادونه درته پاتې وي او بس
لوبې ورسره وکړه؛ ورسره وخانده؛ ټوکې ورسره وکړه؛ ور سره ووزه؛ له دوی سره د ماشوم په څیر شه، زده کړه او ادب په لوبو او ټوکو کې ور زده کړه.
که خپه کیږي نه، مبایل دې څنډې ته کړه، تلویزون بند کړه، له ملګرو بښنه وغواړه… ټولو ته ووایه، چې زه مې له ماشومانو سره بوخت یم
دا هر څه د ماشومانو پر وړاندې، ستا شخصیت او هیبت له منځه نه وړي؛ بلکې عاقل پوهیږي، چې څنګه چارې متوازني وساتي او ماشومانو ته ښه روزنه ورکړي.

ژباړه.
یادونه: دا ژباړه مې د دوهم ځل لپاره ځکه پوسټ کړه، چې موږ ماشومانو ته هیڅ وخت نه ورکوو او له هغوی سره داسې چلن کوو، لکه له لویانو سره …




t