لوګر کې د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې ازموینه واخیستل شوه

لوګر کې د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې ازموینه واخیستل شوه

په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت په لارښوونه د یونیسف موسسې په مالي مرسته واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د ۱۱ نجونو په ګډون ۳۸ زده کوونکو ونډه اخیستې وه، چې ټول د ښوونځیو او ولسوالیو په کچه عمومي اول نمره ګان دي.
د یادې ازموینې د اخیستلو موخه د استعداد لرونکو زده کوونکو معلومول دي، چې د لوړو نمرو اخیستونکي به پوهنې وزارت ته معرفي شي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې لپاره ورته ازموینې اخیستل شوې دي.




t