ننګرهار:  د ماشومانو حقونو ته د پاملرنې کمېټې ناسته وکړه

ننګرهار:  د ماشومانو حقونو ته د پاملرنې کمېټې ناسته وکړه

ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د ماشومانو کمېټې غړو د ماشومانو حقونو ته د پاملرنې او په ياده برخه کې د شته ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.

د ولايت مرستيالې په تورخم او نورو سيمو کې د ماشومانو شاقه کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کمېټې غړو ته يې سپارښتنه وکړه، چې پاتې ماشومان هم له شاقه کارۍ څخه وژغوري.

نوموړې زياته کړه، چې په تورخم ښارګوټي کې ماشومانو لپآره يو ښوونځی جوړ شوی او بايد ژر تر ژره د ښار جوړونې ادارې سره په همغږۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شي؛ ترڅو په ياده ښارګوټي کې ماشومان له زده کړو برخمن شي.

همدا راز د کمېټې مسئولينو ته سپارښتنه وشوه، ترڅو په تورخم ښارګوټي کې د ماشومانو د شاقهکارۍ مخنيوی وکړي او ورته د زده کړو او سپانسر زمينه برابره کړي.

په دې ناسته کې د کار ټولنيزو چارو رئيس، عدلې، قوماندانۍ، بشر حقونو، حج اوقافو، احصايې، عامې روغتيا، ښځو چارو ادارو استازو، مدافع وکيلانو او نورو ګډون کړی و.




t