ولې د ناروغۍ احساس کوو؟

ولې د ناروغۍ احساس کوو؟

ځینې وخت شخص د نورو د پام جلبولو لپاره ، ناز او نوازش ته اړتیا لري ، ددې لپاره شخص په بېلابېلو چارو لاس پورې کوي
‌‌‌‌‌‌ډېریو دا زده کړي چې د خپل رول په اداینه کې د ناروغ شخص له نقش ګټه واخلي ، ځان ناروغ وښيي ، ځکه ناروغي کوی شي دوئ له ‌‌‌‌‌‌ډېرو مسولیتونو فارغ کړي.
په ‌‌‌‌‌‌ډېرو کورنیو کې د کورنۍ غړي د زیاتې بوختیا له وجې د کوچناینو نازول هېروي.
او ماشوم یوازې هغه وخت چې ناروغ دئ د پلار مور پام ځانته اړوي.
د همدې لپاره ماشومان زده کوي چې د ناز او پاملرنې جلب لپاره ځان په ناروغۍ ووهي ، دوئ خپل د وجود یوه برخه چې په غالب ګمان مخکې یې ناروغي تېره کړې کورنۍ ته ښيي او له هغې شکایت کوي
دا چې څرنګه روغ انسان یا ماشومان د ناروغ رول ادا کوي په مغز کې د ناخود آګاه ضمیر په مرسته ترسره کېږي .

تر سلو کلونو زیاته موده کېږي چې روغتیا پال ددې سبب په لټه کې دي چې زمونږ ناخود آګاه ذهن څنګه کار کوي.




t