يونسيف ۲۰۰ کوچي کورنيو ماشومانو سره مرسته وکړه

يونسيف ۲۰۰ کوچي کورنيو ماشومانو سره مرسته وکړه

د یونیسف ادارې له لوري په اروزګان ولایت کې د ۲۰۰ کوچې کورنیو د ماشومانو لپاره د ژمنیو جامو کیټونه برابر کړي او نن ورته د روزګان ولایت مرستیال والي سعید محمد سادات له لوري وویشل شول.

په دغه اړوند د اروزګان ولایت د کوچیانو ریس او یو شمیر کوچیان خوشحاله دي خو په ګډه يې غوښتنه داده چي په ټولنه کي دی کوچې قشر ته پاملرنه زیاته کړل سې.

هغوی ددغو مرستو په اړوند خوښې وښودل خو غوښتنه يې داوه چي باید په نورو برخو کې هم ورسره مرستې تر سره سې.

د روزګان ولایت مرستیال والي د یونیسیف ادارې څخه مننه وکړل او ژمنه يې وکړل چې د کوچیانو لپاره به د تعلیم، صحت، او د هغوی لپاره د غذايې مواد برخه کي خپله پاملرنه زیاته کړي.




t