ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /دريمه برخه:

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /دريمه برخه:

ليکوال: عبدالنافع همت
۱: نوموړي، ياد – نامبرده، مذکور.
( نوموړی ) او (ياد ) کلمې ضمير نه، بلکې له عربي او فارسي څخه ترجمه سوي کلمې دي چي اوس په مصنوعي او تحميلي ډول په پښتو کي د يو څو ناخبرو ليکوالو او خبريالانو له خوا د ضمير پر ځای کارول کېږي. د دې کلمو لوی عيب دا دی چي د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي نه ويل کېږي. که د دې کلماتو پر ځای ضمير وکاروو هم د پښتو ژبي له ګرامر سره اړخ لګوي، هم روان، هم اسان، هم فصيح او هم عام فهمه بديل دی. که ووايو چي: (( د نوموړي/ ياد وزارت وياند وويل)) تر دې به ښه وي چي ووايو:
(( د دې وزارت وياند وويل.))

۲: کرۍ ورځ
( کرۍ) که څه هم په پښتو ژبه کي د ( ټول) مانا لري، خو د استعمال خاص ځای لري. کرۍ ورځ يا کرۍ شپه يوازي او يوازي د سرګردانۍ، ستړيا او نارضايت په صورت کي کارول کېږي. مثلا خلک وايي:
((زوی مي ناروغه و، کرۍ شپه مو ويښه ورته تېره کړه. پرون د پوهني رياست ته تللی وم، کرۍ ورځ مي ورته تېره کړه، خو کار مي و نه سو. پرون کرۍ ورځ د کوټه سنګي پر چوک ولاړ وم، خو کار مي پيدا نه کړ)). دا سي نه سو ويلای چي پرون مي کرۍ ورځ د پغمان په باغونو کي له يارانو سره په مېلو تېره کړه يا تاسي کرۍ ورځ د بي بي سي راډيو خپروني اورېدای شئ.

۳: چوپړ، خدمت
چوپړ اجباري يا د مريي کارونو ته ويل کېږي، مثلا وايي چي (( فلانی نظام د خپلو بادارانو په چوپړ کي دی يا زه نه سم کولای چي ټوله ورځ ستا چوپړ ووهم))، خو د خدمت کلمه معمولا په مثبت ډول کارول کېږي لکه د خدايي خدمتګارانو تحريک، د ولس خدمت، د ملت خدمت، د مور او پلار خدمت، د مېړه خدمت، د مشرانو خدمت)) خو هيڅ يو پښتون په خپله ورځنۍ محاوره کي نه وايي چي (( د چوپړوالي څانګه)) يا (( ګرانو اورېدونکو موږ ستاسي په چوپړ کي يو)). د دې کلمې کارول لوی عيب دا دی چي هيڅ ډول ولسي ريښه او د استعمال ځای نه لري، ياني د پښتو په هیڅ يوه لهجه کي په مثبت مانا نه کارول کېږي، څرنګه چي د خدمت کلمه اوس د پښتو ژبي په ټولو لهجو کي عامه سوې، نو بايد په مثبت ځای کي (خدمت) او منفي ځای کي ( چوپړ) کلمات وکاروو.

۴: په دې پلمه، په دې مناسبت
د ښځو د نړيوالي ورځي په مناسبت يو راډيويي خبريال وايي.(( ګرانو اورېدونکو! څرنګه چي نن د ښځو نړيواله ورځ ده، نو موږ هم په دې پلمه د ښځو چارو وزارت له وزيري سره يوه مرکه کړې چي ستاسي پام ورته راګرځوو)). ښه لار يې دا ده چي ووايو: (( په دې مناسبت مو د ښځو چارو له وزيري سره مرکه کړې چي ستاسي پام ورته راګرځوو)).
پلمه منفي مانا لري چي ديو چا د تېرايستلو او غولولو لپاره کارول کېږي، يو سړی وايي: (( احمد موټر راڅخه غوښت، خو ما پلمه ورته وکړه، ما ويل خراب دی)). او يا دا ډايلاګ ولولئ!
– احمده راځه نن پغمان ته ولاړ سو، ساعت به مو تېر سي
– جانانه که رشتيا درته ووايم نن ډېر مريض يم، نه سم تلای
– هسي پلمې مه کوه، روغ رمټ سړی يې، ناحقه وايې چي مريض يم.
د دې کلمې لوی عيب دا دی چي ولس يې په منفي مانا کاروي، خو ناخبره ليکوالان او خبريالان يې په مثبت مانا استعمالوي.

۵: تمه کېږي، توقع ميرود.
تمه د عربي ژبي له طمع څخه اخيستل سوې چي مانا يې تقريبا منفي ده، ياني يو څوک سراښ يا حريص وي او يو چا ته تمه لري، خو هيله او اميد درلودل مثبتي مانا وي لري، موږ وايو فلانی ډېر تامع سړی دی، ياني هيڅ کار له مطلب پرته نه کوي، په هر کار کي خپله ګټه لټوي، خو اميد يا هيله په مثبت مورد کي کارول کېږي، خلک وايي: (( خدای ته اميد سته چي سږکال به باغ ښه انګور وکړي او خدای به روزي راکړي، بله اسره نه لرو، بس د خدای په هيله ناست يو)) نو ښه به دا وي چي تمه د منفي او او هيله او اميد د مثبت ځای او نيت لپاره وکاروو.

۶: زده کړي ويني، اموزش ميبيند
دا جمله کټ مټ له فارسي څخه ترجمه سوې او د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي يې څرک نه ليدل کېږي. موږ وايو زده کړي کوي، په زده کړو بوخت دی.

۷: له دفتر څخه ليدنه کول، له وطن څخه ساتنه کول – از دفتر ديدار نمودن، دفاع کردن از وطن
دا جملې هم کټ مټ له فارسي څخه ترجمه سوي او هيڅ ډول ولسي ريښه نه لري، په پښتو کي ويل کېږي چي دفتر ليدل، وطن ساتل. د ننګرهار والي د نارنجو فارم وکوت. د افغانستان ملي اردو وطن ساتي.

۸: ځانمرګی بريدګر ځان ته چاودنه ورکړه، انتحاری خود را انفجار داد.
ځانمرګی بريدګر ځان ته چاودنه نه سي ورکولای، بلکي هغه مواد چوي چي په ځان پوري يې تړلي وي.

۹: يوه لوړ پوړي هيئت د کورنيو چارو د وزير تر مشرۍ لاندي کندهار ولايت ته سفر وکړ – يک هيئت بلند رتبه تحت رهبری وزير امور داخله به ولايت کندهار سفر نمود.
مشري لاندي وباندي نه لري. واضح او روانه جمله داسي ده چي: ((يوه لوړ پوړي هيئت د کورنيو چارو وزير په مشرۍ/ مشرتوب / کندهار ولايت ته سفر وکړ )).

۱۰: خبرونه پای ته ورسېدل، خبرونه سر ته ورسېدل.
د ژوندانه کارونه معمولا له سر څخه پيل او بيا پای ته رسېږي، يا په بله مانا د کار شروع ته سر او ختم ته يې پای وايو، نو خبرونه هم له سره پيل او بيا پای ته رسېږي. سر ته رسول جلا او پای ته رسول جلا مانا لري. پای ته رسول د کار وروستی پړاو ته ويل کېږي، خو سر ته رسول د يوه کار بشپړ کېدو يا نتيجې تر لاسه کولو ته وايي. ښايي يو کار به پای ته رسېدلی وي، خو بشپړ سوی به نه وي. يو خټګر تر ماځيګره کار کوي او د هغې ورځي کار پای ته رسوي، خو بشپړ کېږي نه، کله چي کلا جوړه سوه بيا ويلای سو چي د کلا جوړولو کار يې سر ته ورساوه، ياني خپل ماموريت يې بشپړ کړ.


ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar