نور به له شارکونو سره اوسېږو

نور به له شارکونو سره اوسېږو

د نړۍ سیاحت کوونکي به ډېر ژر وکولای سي د نړۍ له خطرناکو حیواناتو (شارک ماهیانو) سره نژدې ژوند وکړي او د هغوی ژوند کولو طریقه وپېژني.

اکواریم دي پاریس Aquarium de aris  چي په فرانسه کي د اوبو یو پارک دی، دا کار کړی دی. دوی خپل د مشتریانو له پاره یو ډول خونه جوړه کړې چي په یوه حوض کي ۱۰ متره دننه موقعيت لري. په نوموړي حوض کي تر ۳ ملیونه لېټره پوري اوبه سته او له ۳۵ څخه زیات غټ شارک ماهیان په کښي ژوند کوي چي د دې خوني پر شاوخوا به څرخي او راڅرخي او سیاحتیان به وکولای سي د دې حوض له هري خوا (۳۶۰ درجې) نندارې څخه خوند واخلي.

په دې خونه کي به هره شپه څلور کسان اوسېږي او د دوی د لا زیاتي خوشحالۍ له پاره به Fred Buyle یو تکړه آبباز د دوی له پاره په اوبو کي دننه ډانس کوي، د دوی عکسونه به اخلي او دوی ته به د شارک ماهیانو عادتونه، د هغوی مهموالی او د هغوی ژوند کولو طریقه چي ډېره نه فهمېدونکې ده، هم ور وښيي.

نوموړی پارک به دا خونه د اپرېل پر ۱۱مه د مشتریانو پر مخ خلاصه کړي او په دې سره به نه یوازي سیاحتیانو له خپل سیاحت څخه خوند اخیستی وي بلکي تر څنګ به ئې د شارک ماهیانو په هکله هم څه زده کړي وي.


هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar