نړيوال بانک: تر سولې وروسته خپلې مرستې ډېروو

نړيوال بانک: تر سولې وروسته خپلې مرستې ډېروو

نړيوال بانک ويلي دي، دي افغانستان کې تر سولې وروسته به دوی له دغه هېواد سره ميلياردونه ډالره مرسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا څانګې مسؤلين وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې په دې اړه د نړيوال بانک له استازو سره خبرې کړي دي.

ويل شوي دي، نړيوال بانک به اتلس ميليارده ډالره مرسته وکړي.

دا مرسته به په هغو سيمو کې لګول کېږي چې تېرو اتلسو کلونو کې د جګړې شاهدې وې او هيڅ پرمختګ پکې نه ليدل کېږي.

دغه راز داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې د امريکا د نړيوالې پراختيا اداره غواړي خپلې يو شمېر پروژې وځنډوي او تر سولې وروسته يې پلي کړي.



تبصره وکړئ

avatar