د برښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون معرفي

د برښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون معرفي

د برښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون چی د ولسی جرګې او مشرانو جرګې د تصویب ورسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر داکتر محمد اشرف غنی لخوا توشیح او د ۱۳۹۵ کال د تلی ۲۷ نیټه په رسمي جرېده کې خپره شوې چی ۱۲ فصلونه او ۵۳ مادی لري.
دا قانون چې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰ مادی په رڼا کې وضع شوی ده لاندې موخې لري:
۱- د هیواد د طبیعي سرچینو او د توردی انرژي څخه د برښنا انرژۍ تامینول.
۲- د برښنا انرژۍ خدماتو د کمیت او کیفیت بهبودول، د هغې وده او پرمختګ.
۳- د هیواد اقتصادي وده او پرمختګ.
۴- د عادلانه لکښت په بدل کې د برښنا انرژۍ خدماتو ته د عامه خکو لاسرسی.
۵ـ په مارکیټ کې د برښنا انرژۍ خدماتو عرضه کونکو ته بې تبعیضه لاسرسی.
۶ـ د هیواد په کچه د برښنا انرژۍ چارو تنظیم کول.
د برښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون له ۴ څخه ۷ مادې ته په پام سره؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د دی قانون د احکامو تطبیق کوونکی مسؤل دی چی د انرژي خدماتو تنظیمولو اداره پدې قانون کې د ټاکل شوي اهدافو د تحقق او د لا اغیزناکه او موثره خدماتو وړاندې کولو لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې کار کوي.
د برښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون ۱۲ فصلونه او ۵۳ مادی لري. چی د عمومي حکمونه، د برښنا خدماتو د فعالیتونه تنظیمول، د برښنا انرژۍ تاسیساتو مونتاژ او د ساختمان جوړول، تعرفې، سیالۍ، د ذات البینی شبکه نصبول او ورته لاسرسی، ملکیت ته لاسرسی، د برښنا پیرودونکو څخه حمایت کول، د پانګوونې څخه حمایت کول، شخړې، سرغړونه او مویدات حل کول او نهایی پریکړې په ۵۳ مادی کې په جلا فصلونو کې تشریح شوي.
د برښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون په هیواد کې د نورو قوانینو په څیر لازم الاجرا دی او د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا تطبیق کیږي. د اوبو او انرژۍ وزارت د دې قانون د ۵۲ مادی په اساس کولی شی د دی قانون د احکام د ښه تطبیق کولو په موخه مقررات وړاندې او هغه طرزالعملونه چی د دې قانون مغایر نه وی، وضع وکړی.
د برښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم قانون فایل لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ
https://mew.gov.af/dr/publications




t