د محصلۍ خاطرې

د محصلۍ خاطرې

نصیب الله زاهد

پرون مي عصمت ته زنګ وواهه، الکه را ووزه، چي بازار له ولاړ سو، اطاق کي دی دیغ یم؛ د را غبرګه کړه څه کوې، چي هره ورځ خطا سوی یې.

مال ته راځه هغه د حاجي بابا خبره بله جمعه ګوره څوک مړه وي که ژوندي.

تر چوک مدد تېر سولو، پورته لمر خاته خوا ته لاړو، زه بیا چي وس مي وسي د جمعې په ورځ خرقې شریفي ته حتماً ورځم، د جنرال رازق د زیارت څنګ ته د خرقې شریفي لور ته روان ولو، دروازې ته لا نه و رسیدلي، چي زما یو شي کي سترګي سوې.

د مني غوړ پیتاوي ته یو سپین ږیری سړی ناست و، بل نفر لاس په لاس کي ور کړی و، دی سوکه سوکه ورته ګډ و.

عصمت مي تر لاس را کش کړ؛
تېز روان و، را وڅرخېدی، ول، ها!
څه کیسه ده؟

مال؛ هفه نفر ګوره څه په کوي؟

د ول؛ فال ئې ګوري؛ څې کوې راځه!
تر لاس ئې کش کړلم.

ماول عصمته ته راسه فال به وګورو!

هههه!

دی هم د فال کتلو شوقي و؛ څه ئې ونه ویل.

لنډ ور وګرزېدو، ورته ودرېدو، هغه نفر له څه وخت وروسته ولاړ سو، دی مړ مړ روان و لکه په فال کي چي ئې سم تېره شیان نه وي را وتلي.

زه ورته کښېنستم، زړه مي رېږدېدی، لکه چا چي په زوره را وستلی یم.

ول؛ فال ګورئ، ګونګی سوم، سم دم شادګل راسه جوړ سو، تر هو مخکي مي لاس ور وغزاوه.

په غټو تورو زیږو لاسو کي ئې زما لاس ټینګ کړ، اممممم؛ زیږه چاودي چاودي ګوته ئې پر ورغوي را تېره کړه.

ول؛ اشق یې؟

ما ول یا، لږ ارام سوم، ځان ته مي خوا شنه سوه، چي ولي دومره بې جرئته یې، په زغرده مي جواب ورکړ، نه عشق نه یم، نه خدای دي نه کوي.

ول ستا ژوند کي به ډېر مشکلات راسي، ټوله به دي یوازي پریږدي، یو الله به درسره وي الله!

زړه مي نوره دربا هم شروع کړه، بدن مي سره را سست سو، لکه یخه تبه چي مي وي، کف واخیستم.
په دي حال کي د بیداره زوی څو نوري پوښتني هم راسه وکړې؛ زه هم ورته سری سوم د زړه څو لوی ارمانونه مي ورته وویل هغه ما ولاکه بابا ته لا ویلي وي. له ما ئې پوره راپور واخیست.

نو راته ګډ سو، تر خوله ئې ځګان بادېدل، له تا به ډېر لوی لیکوال جوړ سي، جالبه دا چي ادب کي ئې هم مطالعه لرله، خو زومړی افراطي و؛ لومړیو او اخیرو خبرو ئې سره غپل ډېر وغږېد، منې ما ته ئې هم خبرو څه خوند راکړ. ول، دا حبیبي، الفت او رشاد بیا ولاکه خاشې پسي در ټولي کړي.

چي دغه خبره ئې وکړه، زما د کوګل دروازه ئې وټکوله، غوږو کي مي ازانګه سوه. مرید ته ئې د پیر معنویت را ټیټ کړ؛ زړه کي مي وویل؛ زه د دې خلګو په تعویضو ژوندی یم او په امساوو ئې تر دې ځایه راغلی یم.

ګنګس سوم لکه ماین چي چودلی وي، تر سترګو مي شیان دوري دوري کېدل.

ژر ځني را ولاړ سوم.

روفۍ مي ورکړې، روان سولو د عصمت خوارکي فال پاته سو، خرقې شریفي ته د ننه سوو، هلته مي اودس وکړ، لږ ارام سوم.
بیا له هغې خوا پر هغه بله لاره اطاق ته ولاړو!

بیا ولاکه مري پر هغه لاره ولاړسم.

نهمه خاطره
۹۸/۸/۷




t