ناکامورا څوک ؤ؟

ناکامورا څوک ؤ؟

ټيټسو ناکامورا؛ جاپانی طبي ډاکټر ؤ، چې د ۱۹۴۶م کال د سپټمبر د میاشتې پۀ ۱۵ نېټه یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

دی په کال ۲۰۰۳م کې د سولې او نړیوال تفاهم پۀ ویاړ د (رامون مګسېسي) پۀ جایزه (ایوارډ) ونازول شو.

دی د افغانستان پۀ افتحاري تابعیت هم نازول شوی وو، هغو خلکو چې دۀ ورسره مرستې کړې وې/ د ژوند لۀ سهولتونو سره یې آشنا کړې وو (مراد کاکا) باله.

افغانستان ته راتګ:

ډاکټر نامورا په ۱۹۸۰م کال کې لۀ جاپان څخه طبي‌مرستو پۀ تکل افغانستان ته راغی، خو دۀ د کانال جوړونې پۀ تخنیکونو د ډېرو افغانانو ژوند بدل کړ، هغوی ته یې د هوساینې او ارام ژوند د کولو چل ور زده کړ.

ډاکټر نامورا خپل ژوند او کار د افغانستان او پاکستان تر منځ پۀ سرحدي سیمو کې د مهاجرینو د ژوند لپاره وقف کړی وو.

د ۱۹۹۱م کال پۀ پیل کې ډاکټر ناکامورا د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د افعانستان پۀ ختیځ غرنۍ سیمو کې درې کلینیکونه پرانېستل.

د ۲۰۰۰م کال پۀ پیل کې یادې سیمې وچکالۍ وځپلې، دې وچکالۍ زیات شمېر خلک د اوبو کمښت، خوارځواکۍ او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړل، ناکامورا د دې حالت په اړه وویل:

“د اوبو یو کانال به لۀ زرو( ۱۰۰۰) ډاکټرانو ښۀ کار وکړي.”

لۀ همدې امله یې د ننګرهار ولایت د خېوې پۀ ولسوالۍ کې د مرود اوبو د کانال چارې پیل کړې، د یاد کانال اوبه د کونړ لۀ سیند سرچینه اخلي چې تقریباً پنځه‌ویشت نیم (۲۵٫۵km) کیلومتره اوږدوالی لري.

تر ۲۰۱۶م کال پورې ناکامورا اته نور کانالونه هم جوړ کړل/ بیا ورغول چې د ۱۶۰۰۰شپاړس‌زره هکتاره پۀ اندازه ځمکه خړوبوي، همدارنګه شپږ لکه کسانو ته د ګمبیري پۀ صحرانۍ سیمه کې د ژوند اسانتیاوې برابروي.

ناکامورا به ویل چې زما دا خوښېږي، چې وینم خلک او کلي بېرته ژوند کولو ته راګرځي.

ناکامورا د افغانستان پۀ بیا رغونه کې یو ستر نوم دی، دۀ کرنه او آب‌یاري د افغانستان د خلکو د ژوند حیاتي فکتور بللو، دۀ به تل ویل چې:

“ټانګونه او وسلې ستونزې نۀ حل کوي، د کرنې را ژوندي کول د افغانستان د بیارغونې اساس دی.”
ناکامورا پۀ ژوند مئین انسان ؤ، تل به یې دا شعار پۀ خوله وو:

“ژوند وکړئ، ژوند مهم دی!”

ژباړه او راټولونه: خالد یاسین




t