هغه سمندري مخلوق چي تر اوسه چا نه و ليدلی!

هغه سمندري مخلوق چي تر اوسه چا نه و ليدلی!

یوې چینايي ماهي ګیري ښځي داسي ماهی نیولی چي دا ئې په خپله ډېره حیرانه کړې ده. نوموړې وايي چي د تېرو ۲۰ کالو راهیسي ماهیان نیسي، خو تر اوسه د داسي مخلوق سره نه ده مخ سوې. دغه ښځه د چین د ګوانګ ډونګ ایالت د جیانګ مین د کلي ده. نوموړي د خپل ملګرو او حیوان پوهانو سره د دغه ماهي ډوله حیوان عکس شریک کړی او غوښتنه ئې کړې چي په اړه ئې معلومات ورسره شریک کړي.

دغه ماهی ډوله حیوان ۷۵ سانتي متره اوږدوالی لري. د دغه ماهي بدن تور او نس ئې سپین دی. د دغه حیوان خوله خورا اوږده ده چي کوچني او تېره غاښونه په کښې دي.

نوموړې وايي، تر څو حیوان پوهان د دغه حیوان په اړه بشپړ معلومات را نه کړي، زه ئې نه خورم او نه ئې هم له لاسه ورکوم. آغلې لیانګ وايي: “دومره پوهېږم چي د ماهیانو ډېر کم یافت ډول دی. که ئې زه چېري خرڅ کړم ډېري پیسې به تر لاسه کړم.”


هر اړخيز او معلوماتي

Leave a Reply

avatar
  Subscribe  
Notify of