هغه مېرمنه چې په ونه کې یې خپله لور وزېږوله

هغه مېرمنه چې په ونه کې یې خپله لور وزېږوله

په موزامبیک کې یوې حاملې مېرمنې د سختو سېلابونو پر وخت ځان یوې لوړې ونې ته ورسوه او دوه ورځې وروسته یې هملته خپله لور وزېږوله.

دغه مېرمنه د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته وه، چې تر زیږون وروسته د خپلو ګاونډیانو لخوا وژغورل شوه.

د راپورونو له مخې دا مېرمنه او دوه ماشومان یې اوس د کډوالو په یوه موقتي پنډغالي کې ژوند کوي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

په یاد شوي هېواد کې سختو سېلابونو ۷ سوه کسان وژلي او زرګونه یې نور بې ځایه کړي.

دغه هېواد به افریقا کې موقعیت لري.


هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar