هلمند: اووه نيم لکه ماشومان به پوليو ضد واکسين شي

هلمند: اووه نيم لکه ماشومان به پوليو ضد واکسين شي

هلمند کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو، د مسؤلينو په وينا ياد کمپاين کې به تر اووه نيم لکه ډېر ماشومان واکسين شي.

د عامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالاحد حازم ددې کمپاين د پېل پر مهال وويل: د واکسين په دغه کمپاين کې به اوه لکه اوه اتيا زره څلور سوه يوولس له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکول شي.

هغه وايي، هم مهاله به څه باندې اوه لکه ماشومانو ته د ويټامين کپسولونه هم ورکړل شي.

هغه زياته کړه، هغه سيمې چې تر دولتي حاکميت لاندې دي، کور په کور او په پاتو سيمو کې به مسجد پر مسجد د واکسين کمپاين ترسره شي.

هلمند د افغانستان په سوېل کې هغه ولايت دی چې لا پکې هم د ګوزن مثبتې پېښې ثبت شوي دي او لا د نويو پېښو د ثبتېدو اندېښنې شته.

ځايي روغتياپالان وايي، دغلته لويه ستونزه نا امني ده چې د کمپاين پر مهال خنډونه پيدا کوي.


روغتيا هلمند

تبصره وکړئ

avatar