هلمند والي: ټولې ادارې به ولس ته حساب ورکوي

هلمند والي: ټولې ادارې به ولس ته حساب ورکوي

د هلمند والي وايي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې ولس ته پر وخت حساب ورکړي او خلکو ته قناعت ورکړي.

ادارې باید په نوبت وار ډول هره ورځ ولسونو ته حساب ورکړي او د هلمند اوسېدونکي دي د حساب ورکولو په دې غونډو کي ګډون وکړي ترڅو د ټولو دولتي ادارو د کارونو او فعالیتونو په اړه خبر شي او کومي پوښتنې او نظرونه چي لري ددې غونډي پرمهال يې شریک کړي.

د اداري غونډې د پېل پر مهال ددې ولايت د اقتصاد شهيد شوي رئيس محمد خان نصرت څوکۍ تشه او مخې ته يې د هغه انځور ايښودل شوی وو، چې د شهيد نصرت په ګډون ټولو شهيدانو ته د دعا لاسونه پورته شول.

د هلمند والي وويل، لښکرګاه کې ټولې ادارې مکلفې دي چې ولس ته قناعت او حساب ورکړي.



تبصره وکړئ

avatar