هلمند کي د سولي په نوم د کریکټ ټورنمینټ پای ته ورسیدی

هلمند کي د سولي په نوم د کریکټ ټورنمینټ پای ته ورسیدی

په لښکرګاه ښار کي د شهید انجنیر عبدالمتین عالي لیسې د زده کوونکو ترمنځ د سولي په نوم د کریکټ سیالۍ ترسره سوې، دا سیالۍ چي د شهید انجنیر عبدالمتین عالي لیسې په نوښت په لاره اچول سوي وې، نن یې پایلوبه ترسره سوه.

په دې سیالیو کي له لسو لوبډلو څخه څلور لوبډلي نیمه پایلوبي ته لار وموندل چي نیمه پایلوبه کي بیا د سرتاج کاکړ او سټار ایلیون لوبډلو وکولای سوه چي پایلوبي ته لاره پیداکړي.

د سولي په نوم دا سیالۍ چي څه باندي شل ورځي یې دوام وکړ، نن د سټار ایلیون او سرتاج کاکړ لوبډلو ترمنځ د سرتاج کاکړ لوبډلي په ګټه پای ته ورسیدلې.

په همدې ورستۍ لوبه کي د سرتاج کاکړ لوبډلي په خپل ۱۰ اوره کي د سټار ایلیون لوبډلي ته د ۱۱۵ منډو هدف ورکړ،
په دوهم وار توپ وهنه کي بیا سټار ایلیون لوبډلي ته د توپ وهني چانس په لاس ورغی، دې لوبډلي خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړه خو ټاکلي هدف ته یې ځان مات کړ، سټار ایلیون لوبډلي ونه کولائ سوه چي تر ټاکلي هدف پوري ځان ورسوي، او بیل اخیره یې دا ورستۍ لوبه د ۲۵ منډو په توپیر د سرتاج کاکړ لوبډلي ته ورکړه،

د سولي په نوم په دې ټورنمیمټ کي د سرتاج کاکړ لوبډلي له پیله بیا تر ورستۍ لوبي بهترینه توپ وهنه، توپ اچوونه، او توپ نیونه کي ځان تر ورستۍ لوبي ورساوه، چي په دې سره یې د همدې ټورنمینټ ورستۍ لوبه هم وېوړه، ددې ټورنمینټ لمړۍ لوبډله سرتاج کاکړ، او دوهمه لوبډله بیا سټار ایلیون ونومول سوې او دواړو لوبډلو ته د شهید انجنیر عبدالمتین عالي لیسې له خوا ځانګړي تحفې هم ورکول سوې.

په دې ټورنمینټ ک د ډیرو منډو جوړونکی محمود ، د ډیرو ویکټو اخیستونکی محمد حسن ، او په یوې لوبه کي هټریک کوونکي اجمل ته بهتریني ډالۍ هم ورکول سوې.

د یادوني وړ ده چي د شهید انجنیر عبدالمتین عالي لیسې له خوا زیات وخت د ځوانانو د تشویق او ځوانانو ته د تعلیم او زده کړي ترڅنګه د سپورټ په برخه کي د زده کوونکو د علاقي سره سم سپورټي لوبي برابري کړي دي، ددوې په خبره چي لاهم زده کوونکو ته وخت ورکوي تر څو ددې هیواد او ټولني لپاره د خدمت جوګه سي.

راپور: عبدالولي عمري



تبصره وکړئ

avatar