هندوستان؛ سخت دریځو هندوانو پر مسلمان قصاب د خنځیر غوښه خوړلې

هندوستان؛ سخت دریځو هندوانو پر مسلمان قصاب د خنځیر غوښه خوړلې

د هند په شمال ختیځ ایالت آسام کې ۸ تنو یو مسلمان په زوره د خنځیر د غوښې خوړلو ته اړ ویستی.

پولیس چارواکو ویلي، چې د شوکت علي په نوم د دغه ۶۸ کلن مسلمان د ځورونې په تور یې یو شمېر کسان نیولي.

ویل شوي، چې دغه مسلمان د غوا د غوښې پلورلو په تور له دغې ناقانونه سزا سره مخ شوی.

هندیان غوا ته په مذهبي ارزښت قایل دي او یوه برخه خلک یې عبادت ورته کوي.

یاد شوی مسلمان د دغې شکنجې پر وخت ټپي شوی هم دی او اوس یې روغتون کې درملنه کیږي.

د دغه سپین ږیري ویډیو په ټولینزو رسنیو کې خپره شوې، چې توند غبرګونونه یې پارولي.



تبصره وکړئ

avatar