ارچر ته په سپکاوي تورن کس په ۲ کاله بند محکوم سو

ارچر ته په سپکاوي تورن کس په ۲ کاله بند محکوم سو

د نیوزیلنډ او انګلستان هیوادونو ترمنځ د کرکټ ټیسټ لوبي کې نیوزلنډی نندارچي د انګلستان چټک توپ اچونکي جوفرا ارچر ته په سپکاوي د نیوزیلنډ هیواد د پولیسو له لوري په دوه کاله بند محکوم سو دغه ډول پر دغه نندارچي بندیز ولګید چې نور هیڅ ډول کورنۍ او لهرنۍ لوبې ته د کتلو لپاره نه سې ورتلای.
ارچر په تیر نومبر میاشت کې د نیوزیلنډ سره په لومړۍ ټیسټ لوبه د نیوزبلنډ دیوه نندارچي له لوري د نژادي چلند سره مخ سو هغه دده په رنګ او څهرې رشخند وواهه
د یادولو وړ ده چې انګلیستانی دغه ویسټ انډيزی الاصله توپ اچونکی د ټيسټ لوبې پر مهال د نندارچي لخوا د تبعيضي چلند وروسته په ټويټ لیکلي و،چې یاد نندارچي لخوا هغه مهال نژادي چلند سره مخ سو چې توپ وهنه یې کوله او هڅه یې دا وه چې لوبډله د ماتي وژغوري.
نوموړي ويلي یاد کس زما د پوستکي د رنګ او څیرې په اړه خبرې کولې.چې زه یې مایوسه کړم.
په ياده لوبه کې نیوزیلینډۍ لوبډلې انګلیستانۍ لوبډلې ته ماتي ورکړي وه




t