افغان ملي لوبډله ولې له سر په سر ماتو سره مخ شوه؟

افغان ملي لوبډله ولې له سر په سر ماتو سره مخ شوه؟

د کرکټ ملي لوبډله چې تر ډېره پر له پسې ماتو سره مخ شوه، نو افغانان یې هم له ځان سره ډېر خوابدي کړي دي او د دوی ګیلې پر ځای دي؛ ځکه ملي لوبډله اوس هغه ځای کې نه ده، چې تجربې ترلاسه کړي.
ملي اتلان اوس تر ډېره برلاسه او په نړیواله کچه ځلېدلي دي، اوس نه یوازې دا چې افغانان یې لوبې څارې بلکې په نړۍ کې خاص مینه وال لري او هر هېواد کې دا لوبډله څارل کېږي.
افغان لوبډله ددې لپاره چې له ماتو ځان وژغوري؛ نو لازمه ده چې پلانونو تظبیق ته نظر وکړي، ملي لوبډله هر ځل په خپلو لومړي پلان سره لوبه مخ ته وړي، چې ښکاره مثال یې په تېرو لوبو کې ښه لېدل کېږي.
لومړی دا چې کله افغان لوبډله د پیل توپوهونکي له لاسه ورکړې نو ولې له پریشر سره مخ کېږي؟
ددې لوبې چې له پریشر سره مخ نشو باید ملي لوبغاړي په ډګر کې د ملګرتیا فکر وکړي، ریکاوای رنریټ ته پآم وکړي، چې اوس په اوسط ډول موږ په اور کې څو منډو ته اړتیا لرو.
ملي لوبډله باید د کرکټ له ۱۳ شاټونو حد اقل اته شاټونو باندې برلاسه اوسي.
ملي لوبډله د ډګر په ټولو خواوو باید لاس بري وي، یوازې پر ځینو شاټونو تکیا ونشي.
ملي لوبډله د خپل کمزوري سایټ لپاره څه کړي؟
تر اوس خو ددې پوښتنې لپاره هېڅ نه دي شوي، ځکه موږ ځینې کمزوري اړخونه لرو، چې تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوي، د بیلګې په ډول موږ دا تشخیص نکړه، که د لوبې لومړی پلان له ناکامۍ سره مخ شي نو دوهم پلان څه دی او څنګه باید عملي شي.
موږ هدف پسې نه ځو، بلکې هر وخت لوبې کولو پسې تللي یو لوبغاړي مو په صحې معنی ونه پېژندل چې کوم فارمټ کې کوم لوبغاړی غوره دی.
ملي لوبډلې همېشه په ښکته لوبډلو زړور پیل کړی، چې تر ډېره یې بریا هم خپله کړې؛ خو له غټو لوبډلو سره یې تل فشار منلی او همدا یې یو ستر لامل دی چې موږ تر اوسه له دغه فشار لاندې لوبه کوو او باید نور دې ته د پای ټکی کېښودل شي.
ملي لوبډله اوس په نړیوال ډګر کې خاص ځای ځپل کړی، چې دا هرڅه ددې لوبغاړو په هڅو او زیار سره شوی.
د کرکټ مینه وال باید خپله لوبډله وهڅوي او هر وخت یې ملاتړ وکړي، مه پرېږدی چې لوبغاړي مو پېښمانه او زړه بدي شي، کرکټ کې هر وخت حالات بدلېدای شي.
شل اوریزه نړیوال جام ته باید لوبډله بشپړ چمتوالی ولري او د ویسټ انډېز څخه زموږ ماته ښه پیغام نه لېږدوي بلکې موږ باید له اوسه نورې لوبډلې تر فشار لاندې راولو.
افغان لوبډله چې نن شنبه د عقرب میاشتي ۲۵ نېټه له ویسټ انډیز سره د شل اوریزه سیالیو دوهمه لوبه ترسره کوي باید ډېر په زړورتیا سره دا سیالۍ پیل کړي او لازمه داده چې افغان لوبډله باید لومړی توپوهنه وکړي، ترڅو د ښې توپ اچونې په اساس له خپل هدف څخه ښه دفاع وکړای شو.

لیکنه: شمس الرحمن شمس



د افغانستان د ماتو لامل ورزش
t