بي پي ایل سبا چهارشنبه پيلیږي

بي پي ایل سبا چهارشنبه پيلیږي

د بنګله ډېش سوداګریز کرکټ لیګ سبا د چهارشنبې په ورځ شروع کیږي.

په دې لیګ کې لومړۍ لوبه به د شفیق الله شفق دې په لوبه پېلېږي.

د ویلو ده چې شفق او ورسره بل افغان بالر نوین الحق په سېلهېټ تندر لوبډله کې اخېستل شوي دي او سبا یې به چټوګرام چلېنجرز لوبډلې سره لوبه ده.

مشهورې ورزشي وېب پاڼې وایي چې لوبې د افغانستان پر وخت شا او خوا غرمه دولس بجې پېلېږي.

په دې لیګ کې ۷ لوبډلې لوبېږي، چې افغان لوبغاړي هم پکې شته.

د محمد نبي، راشد په شمول ګڼ لوبغاړي به په بیلابیلو لوبډلو کې راښکاره شي، ان محمد نبي د بنګلدیش د یوه ټیم کپټان هم دی.

 




t