خوست: د افغانیو دترویج او نېشه يي توکو پرضد د کبډي سیالۍ پای ته ورسېدل

خوست: د افغانیو دترویج او نېشه يي توکو پرضد د کبډي سیالۍ پای ته ورسېدل

د خوست ولایت د ورزشي ادارې اړوند د کبډي فدراسیون په چوکاټ کې د څلورو رزمي کلبونو د کبډي د لوبډلو ترمنځ په لیګ سیستم سره مسابقات ترسره شول.

دغه سیالۍ د حکیم تڼیوال په تفریحي او ورزشي پارک کې د افغانیو د ترویج او د نېشه يي توکو پرضد پیل شوي وو، چې په دې کې څلورو کلبونه لوبېـتر سره کړې.

۱- افغان کلب.

۲- حیدرخېل اتلان کلب.

۳- همت کلب.

۴- فدایان کلب.

د فاینل لوبې ته افغان کلب او حیدرخېل اتلان وتلي وو، چې افغان کلب وتوانېد حیدرخېل اتلانو ته په پای لوبه کې ماتې ورکړي او ددې سیالیو داتلولۍ جام په خپل نوم کړي .

د مراسمو په پای کې د خوست ولایت ورزشي امر ملنګ ددې سیالیو په ارزښت خبرې وکړې او هم یې له ټولو لوبغاړو او په زرګونو تماشه کوونکو وغوښتل ،څو له پردۍ سیکې نوره ګټه وانه خلي او پرځای یې له خپلې قوي او غښتلې افغانۍ سیکې ګټه واخلي .

ده زیاته کړه، چې ټول باید په کلکه له نېشه يي توکو سره مبارزه وکړو او ددې ناوړه توکي له اضرارو څخه ټول خبر کړو او خپله هم د خپل سالم وجود په خاطر ترې ګټه وانه خلو .

هغه وویل:

«موږ دوه پیاوړي لوبغاړي د ایران هېواد په لوري د ملي ټیم په تشکیل کې لېږلي دي او دوی به هلته دخپل هېواد استازیتوب وکړي.»

په پای کې د پای لوبې ګټونکې لوبډلې ته کپ او دانور تڼي له خوا برابر شوی پسه ورکړل شو او هم دویم مقام ګټونکې لوبډلې حیدرخېل اتلان ته او دریم مقام ګټونکې لوبډلې فدایان کلب ته کپونه او جوایز ورکړل شول .

همدارنګه غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کبډي مسؤول فردین له خوا مډالونه او ستاینلیکونه برابر شوي وو، چې په مستحقو کسانو ووېشل شول.



خوست د افغانیو ترویج سیالۍ
t