د اراکوزيا پوهنتون کرېکټ لوبډلې سباوون لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اراکوزيا پوهنتون کرېکټ لوبډلې سباوون لوبډلې ته ماتې ورکړه

اراکوزیا پوهنتون کرکیټ لوبډلې لوبډل مشر نجیب الله ظاهــري د لوبې بچه یا ټاس وګټی لومړی یې د بیټینګ فیصله وکړله چې د ۲۰ اورونو په لوبولو ســره سباوون لوبډلې ته یې ۲۴۹ هدف وټاکه.

اراکوزیا لوبډلې ته زیاتې منډې عظمت الله وکړې ۷۹ او نجیب الله ظاهری ۳۹ او خدایداد افغان بیا ۳۰ وکړې.

د سباوون لپاره ســردارمحمـد ۴ اوره ۳۳ منډی ۳ ویکټې احمدشاه بیا ۴ اوره ۴۵ منډې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

سباوون لوبډلې د ټولو لوبغاړو په ســوځیدو ۱۷۸ منډې وکړې چې زیاتې منډې د سباوون لپاره مصـویر ارشاد ۳۵ منډې احمــدشاه بیا ۳۱ منډې وکړې.

په دې سره اراکوزيا پوهنتون لوبډلې وکولی شول چې سباوون لوبډله ماته کړي.




t