د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د خپلو سیالانو په منځ کې لوبيږي

د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د خپلو سیالانو په منځ کې لوبيږي

افغان ۱۹ کلنه لوبډله په سویلي افریقا هيواد کې د نړیوال جام لپاره خپل تمرینات ترسره کوي په دغه جام کې د نړۍ ۱۶ لوبډلې ګډون والي دي چې یو پکې د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله هم ده

دافغانستان لوبډلې په دوه تمریناتي سیالیو کې شرم لرونکي ماتي وخوړلي لومړۍ لوبه یې د کوربه سویلي افریقا خلاف او دوهمه لوبه یې بیا د هندوستان خلاف په یو ستر مارجن وبایلله

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې څه موده وړاندې هندوستان ته سفر کړی و او هلته یې د همدې هندوستانۍ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې ډېرې ښي سیالۍ وکړي

دا چې کرکټ د چانس لوبه ده نو دا منو چې په تمریناتي سیالۍ کې افغانستان ټوله ۱۹ کلنه لوبډله په ۴۴ منډو سوځیږي نو دا زمونږ لپاره یو ډول پوښتنه راولاړه وې
چې ستونزه په کوم ځای کې ده

که دافغانستان لوبډلې ته نظر واچو نو بده لوبډله نه ده ښه او بهترینه لوبغاړي پکي شتون لري چې ښه مثال یې (ابراهيم ځدران) دی

مونږ که پر ملي لوبډله انتقاد وکړو شاید ترډېره غلط وې خو که پر ۱۹ کلنه لوبډله یې وکړو نو دا به هیڅ کله هم غلط ثابت نشي

دلیل دادی

څومره کرکټ چې په نړۍ کې یې نوري ۱۹ کلنې لوبډلې کوي هغه زمونږ لوبډلې هم کړی څومره چې دنورو لوبډلو لپاره دلوبو او د اکاډوميانو ضرورت دی هغه هم مونږ لرو افغان ۱۹ کلنې لوبډلې یا لوبغاړي چې د کوم وخت څخه کرکټ شروع کړی هغه د نورو لوبډلو لوبغاړو هم کړی نو ولې د دومره سهولت تر څنګ بیاهم افغان ۱۹ کلنه لوبډله پيل په ناکامیو کوي؟

اوس خو داسی هم نه شو ویلي چې زمونږ لوبډله ضرورت لري چې لا نور کرکټ وکړي

په دی لوبډله کې اکثریت هغه لوبغاړي دي چې دافغانستان په کورني لیګ کې د افغانستان مخکښ ملي لوبغاړي وننګول خو دا به هم نه پټوو چې په ۱۱ لوبغاړو کې چې لوبيږي ۴ یې ښه په پوره واسطه او زور دغې لوبډلې ته راغلې دي

د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه افغان لوبډله د نولس کلنو پنځوس اوریز جام لومړۍ لوبه له سویلي افریقا سره ترسره کوي

دویمه لوبه له عربي متحده اماراتو سره د جنوري په ۲۲ نېټه،درېیمه لوبه له کاناډا سره د جنورۍ په ۲۴ نېټه کوي

د سویلي افریقا پيچونه یا لوبغالي ډېر سخت دي نو همدا یوه ستونزه به په نړیوال جام کې افغان ۱۹ کلنه لوبډله د سختو ستونزوسره مخ کړي
که افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله غواړي په دوه یا درې واړو سیالیو کې بریا ترلاسه کړي نو پر توپ وهنه دی پوره کار وکړي
افغانستان به نن دانګلستان خلاف خپله تمریناتي سیالۍ ترسره کړي
په ۱۶ لوبډلو کې تر اوسه هندوستان او زیمبابوی کرکټ لوبډلې تر ډېره پیاوړي لیدل کیږي.

ولید (خپلواک)




t