د مامون (طاهري) د روغتيايي علومو انستيتوت؛ د ځوانانو په نامه د کرکټ جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د مامون (طاهري) د روغتيايي علومو انستيتوت؛ د ځوانانو په نامه د کرکټ جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د ډاکتر مامون (طاهري)ر وغتيايي علومو انستیتوت په نوښت د ځوانانو په نوم دکرکټ لوبه!

د جنوب غرب حوزې په سطحه په لومړي ځل د یو خصوصي تحصیلي نهاد لخوا د کرکيټ ۱۴ اوریز جام سیالۍ ترسره او نن د وطن لوبډلي په اتلولۍ پای وموند.

په دې سیالیو کي ۶۴ لوبډلي وې، چي د یوې میاشتي په موده کي یې له جملې څخه سباوون او وطن لوبډلو پایلوبي ته لاره پیدا کړه.

د پایلوبي په مراسمو کي د کندهار ولایت استازی جاویدالله سلطاني، د ولایتي شورا وکیل نعمت الله وفا، د انستیتوت مالي او اداري مرستیال صدیق الله معصومي، علمي مرستیال ډاکټر اسدالله بشارت او د استادانو ترڅنګ ورزشي خبریالانو او ورزشي لوبغاړو ګډون کړی وو.

په ننۍ پایلوبه کي وطن لوبډلي سباوون کلب ته په ۱۴ اورونو کي ۲۱۴ منډو هدف وټاکه خو سباوون لوبډله ونسوای کولای چي یاد هدف پوره کړي او لوبه یې وبایلل او د دې جام نایب قهرماني یې ترلاسه کړل.

ددې جام مالي ملاتړ د همدې انستیتوت څخه وو، چي ګټونګي لوبډلي او د جام غوره لوبغاړو ته مختلفي لويي او کوچنۍ جایزې ورکول سوې.

ددې جام غوره لوبغاړي د وطن څخه لوبډلمشر نقیب الله ته یو دانه کمپيوټر، ګیلکسي مبایل او کپ ورکول سوه.

همداراز ددې جام غوره توپ وهونکی د کهکشان لوبډلي څخه صدیق الله ته یودانه ګیلکسي مبایل، بېډ او کپ او غوره توپ اچوونکي د ښاروالۍ لوبډلي عبدالنافع ته یو دانه ګیلکسي مبایل، درې توپونه او یو کپ ورکول سوه.

ددې جام اخلاقي لوبډله یارمل افغان وټاکل سوه او د اخلاقو کپ ورکول سو.
ددې پایلوبي مراسم په شانداره ډول ترسره سوه او ترڅنګ یې لوبغاړو او یو شمېر مېلمنو ته تیاري سوې تحفې هم ورکول سوې.



ورزش ځوانانو؛په نوم دکرکټ جام
t