د ښوونځیو فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د ښوونځیو فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند پوهنې ریاست له لوري د یونیسیف په مالي ملاتړ پیل سوي د فوټبال سیالۍ د هلکانو غربي لښکري بازار ښوونځۍ پکي اتلولي خپله کړه.
د وروستۍ لوبي پر مهال د هلمند پوهنې رئیس، د ځوانانو امر، د سپورت امریت استازی او د پوهنې ریاست د بدني روزني مدیر ګډون درلود.
یادي لوبي چي د ماشومانو د حقوقو نړیوال کنوانسیون د ۳۰م کلیزي په ویاړ په لاره اچول سوي وې چي څلور ښوونځیو پکي برخه درلودل.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یونیسیف همکاري ادارې د مننې تر څنګ وویل چي سپورت د انسان پر زده کړي مثبت تاثر لري او د ټولو زده کوونکو یې غوښتنه وکړه چي خپلي بدني روزني ته بشپړه پاملرنه وکړي.
د یادوني وړ ده چي یادي لوبي د شپږو ورځو په جریان کي نن د قوس نهه نېټه پای ته ورسیدې او چمتو سوي ډالۍ پر لوبغاړو وویشل سوې.




t