د کرکټ بورډ مشر د ټولو څانګو له مسوولینو سره ولیدل

د کرکټ بورډ مشر د ټولو څانګو له مسوولینو سره ولیدل

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي د کرکټ بورډ د ټولو څانګو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ نوموړي ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د روان کال خپل ټول پلانونه دې پر وخت بشپړ کړي او د نوي کاري کال لپاره دې خپلو برنامو ته غوره پلانونه جوړ کړي.

ددې ناستې نور جزیات نه دي خپاره شوي.



خبرونه ناسته کرکټ بورډ
t