زابل کې د نشه يي توکو پر ضد فوټبال سیالۍ ترسره شوې

زابل کې د نشه يي توکو پر ضد فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د زابل فوټبال فدراسیون په دغه ولایت کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ په ګروپي ډول پيل کړې وې، چې د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي، دغو سیالیو یوه میاشت دوام وکړ، چې پایلوبې کې اتحاد او شیخ متي لوبډلې سره مخامخ شوې.
اتحاد لوبډلې د بشیراحمد همدرد او محمدابراهیم په ګولونو سره وکولی شوای، چې ۲ – ۱ په توپير سیاله لوبډله له مخې لرې او اتلولي ترلاسه کړي.




t