سپين غر د ٤ ويکټو په توپير د بند امير لوبډله ماته کړه

سپين غر د ٤ ويکټو په توپير د بند امير لوبډله ماته کړه

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو ١٨مه لوبه د بند امير زون او سپين غر زون لوبډلو ترمنځ د دسمبر په دريمه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل شوه، چې په وروستۍ ورځ سپين غر د ٤ ويکټو په توپير د بند امير لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لوبې په پيل کې سپين غر لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه. بند امير په لومړۍ پاڼۍ کې ١٤٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې ضيا الحق ٤٩، عبدالله عادل ٣١ او محمد سردار ٢٦ منډې وکړې. د سپين غر له لوري عظمت الله عمرزي ٣، طارق ستانکزي ٢، وفادار مومند، زاهد خان، فطرت الله خاورې او نجيب تره کي ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

سپين غر په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٠٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې پروېز ملکزي ٨٩، طارق ستانکزي ٤٢، عظمت الله عمرزي ٤٠ او بهير شاه ٣٨ منډې وکړې. د بند امير له لوري عبدالله عادل ٥، شمس الرحمن ٣ او محمد انعام الله ٢ ويکټې ترلاسه کړې. سپين غر لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ١٥٧ منډو برتري ترلاسه کړه، چې د بند امير لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې ٣٥٣ منډې وکړې او د سپين غر لوبډلې ته يې ١٩٧ منډې هدف وټاکه. د بند امير لپاره په دويمه پاڼۍ کې يونس احمدزي ١٠٤، عثمان غني ٦٣ او فرمان الله ٤٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سپين غر له لوري وفادار مومند او طارق ستانکزي ٣-٣، عظمت الله عمرزي ٢، نجيب تره کي او فطرت الله خاورې ١-١ ويکټ ترلاسه کړه. د ١٩٧ منډو هدف د سپين غر لوبډلې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٤ ويکټو يې د بند امير لوبډلې ته ماته ورکړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه پروېز ملکزي ته ورکړل شوه.




t