عبدالله عبدالله: د کرکټ لوبډلې سل کلن مزل په شلو کلونو کې وکړ

عبدالله عبدالله: د کرکټ لوبډلې سل کلن مزل په شلو کلونو کې وکړ

د افغانستان اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ سل کلن مزل په شلونو کې کړی دی.

ده دا خبرې د کرکټ ملي لوبډلې د ستاینې په پروګرام کې د وینا پر مهال کړي.

هغه ملي لوبډله په نړۍ او افغانستان کې د ویاړ او احترام وړ وبلله او ویې ویل، چې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانانو لپاره خوښي راوړې ده.

دی وړاندې زیاتوي:

«د کرکټ ملي لوبډلې په دوه لسیزه عمر کې په کمو امکاناتو او خورا سختو شرایطو کې د نړۍ له برترینه لوبډلو سره ځان سیال چې دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.»

ښاغلي عبدالله د لوبډلې د وروستیو ماتو په اړه هم وغږیده.

هغه وویل چې په سیالیو کې د ماتې او بریا لاملونه یوازې اعداد نه وي؛ بلکې په نړیوال دريځ د غوره پیغام، د تجربو ترلاسه کول او نور مسایل دي، چې افغان لوبډله په دې برخه کې بریالۍ وه او د راتلونکې لپاره یې له نړیوال جام څخه ښې تجربې ترلاسه کړي دي.

ده د افغانستان د کرکټ راتلونکی غوره او ښه یاد کړ.

باید یاده شي چې دا غونډه بیګاه په کابل کې د ملي ټلویزیون له لورې د لوبغاړو د ستاینې په موخه نیول شوې وه، چې د اجرایه رییس په شمول لوړپوړو چارواکو په کې ګډون درلود.

 



افغانستان، ورزش، عبدالله
t