ننګرهار پوهنتون: د واليبال سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بريا پاى ته ورسېدې

ننګرهار پوهنتون: د واليبال سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بريا پاى ته ورسېدې

د واليبال سياليو ياد ټورنمنټ، چې د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د ليندۍ په ٥ مه نېټه پيل شوى ؤ، د پوهنتون د لسو پوهنځيو لوبډلو پکې ګډون درلود.

د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسيم کاکړ وويل:

د يادو سياليو پايلوبې ته د ښوونې او روزنې او ژبو او ادبياتو پوهنځيو لوبډلو لار پيدا کړه، چې ښوونې او روزنې پوهنځي ادبياتو ته ٣ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې، چې د پوهنتون مسؤلينو، استادانو او محصلانو پکې برخه لرله، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهنمل محمد عارف حازم او يو شمېر استادانو د سياليو ګټونکي ټيم او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل.




t