کابل: د هاکي لوبو میدان جوړیږي

کابل: د هاکي لوبو میدان جوړیږي

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې په کابل کې د هاکي لوبو د یوه میدان جوړولو د پيل خبر ورکړی.

دغې کمیټې ویلي، چې د دغه میدان د جوړیدو چارې نن پیل شوي.

سرچینه وایي: دا میدان په ۳۱ زره متره مربع ځمکه کې د یو میلیون او ۳ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي.

ویل شوي، چې دا پیسې د المپیک اسیايي شورا او د افغانستان د المپیک ملي کمیټه ورکوي.

لوبغاړو د دغه میدان د جوړیدو په پيل خوښي ښودلې او ویلي، چې پرمختګ به ورسره وکړي.




t