کرکټ، تجارت او د ځان ګټه

کرکټ، تجارت او د ځان ګټه

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یوې ورځنیو لوبو لپاره کمپاینونه او لابي زیاته شوه. انګلنډ/برتانیا د کرکټ مور یادېدله او هغه مهال کرکټ د اشرافو لوبه بلل کېده. سیاستوالو، وکیلانو، مشرانو او د لوړې طبقې خلکو کرکټ کاوه، د کرکټ ټول اصول او قانون هم تر ډېره همدوی جوړول او ټاکل. د یوې ورځنیو لوبو سره مخالفت هم تر ډېره د اشرافو طبقې کاوه.

علت یې دا و چې که دا یوه ورځنۍ لوبې دود شوې، د کرکټ واک به له اشرافو څخه تجارتي شرکتونو، سازمانونو او هغو هېوادونو ته انتقال شي چې د برتانیا تر استعمار او نفوذ لاندې نه دي. همداسې وشول. په ۲۰۰۸کې چې د هند د کرکټ لیګ “آی سي ال” چې بیا وروسته “آی پي ال” شو، پیل شو، هم سخت مخالفت وشو، انګلنډ او استرالیا د دغو مخالفانو په سر کې وو. آسترالیا وویل چې هغه لیګ نه مني چې د کرکټ د قوانینو او اصولو خلاف وي. دوی ویل چې شل اوریزې لوبې د اشرافو د لوبو له اصولو سره برابر نه دي، بلکې تر ډېره تجارت او سوداګري ده.

انګلنډ کاونټیو ته خبر ورکړ چې دغه لیګ ته لوبغاړي پرېنږدي. خو چې میلیونونه ډالر په کې ښکته پوره شول او په یو لیګ کې په کې ډېر لوبغاړي میلیونران شول، کرکټ د “اشرافو له لوبې” ووت او تجارتي بڼه یې غوره کړه. هماغو هېوادونو چې له شارټ فارمټ لوبو سره مخالفت کاوه، هماغوی بیا شارټ فارمټ کرکټ ته ډېر کمپاین وکړ او ډېره پانګونه یې په کې وکړه. دا پړه پړه مې په دې پورې ولیکه چې د اشرافو دا لوبه له کوم ځای څخه چېرته را ورسېده.

باور په خدای وکړئ، که له کرکټ څخه او په تېره بیا زموږ له کرکټ څخه “دا بې حسابه پېسې، شهرت او نور امتیازات” وباسي، ښايي ډېر یې نوم هم یاد نکړي. ځکه چې کرکټ اوس تجارت او سوداګري ده او “دوی اکثریت په کې سوداګري” کوي او په تجارت او سوداګري کې یو شی تر ټولو مهم دی: “ګټه؛ د ځان ګټه”.
د بورډ “ځینې چارواکي او ځینې لوبغاړي” چې یو مهال “اشراف-ښه او وطنپال” بلل کېدل “څومره ولویدل” او لږ پاتې چې په عام محضر کې د “یو بل کورنۍ” هم وښکنځي. بنآ، خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو.
سړی خپه شي!




t