کرکټ: د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ لوبه مساوي شوه

کرکټ: د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ لوبه مساوي شوه

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه په دريمه ورځ د دواړو لوبډلو او لوبڅارانو په هوکړه پاى ته ورسېده او مساوي اعلان شوه.

افغان کرکټ بورډ وايي، په دغه لوبه کې چې ويسټ انډيز پچه ګټلې او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه، ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ١٦٨ منډې وکړې. له هغه وروسته افغانستان خپله لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه چې ١٥٨ منډې يې ترلاسه کړې.

په خپله دويمه پاڼۍ کې بيا ويسټ انډيز ٢٩٧ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ٣٠٨ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې يې افغانستان د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې ترلاسه کړې، خو ياده تمريناتي لوبه په دريمه ورځ د دواړو لوبډلو او لوبڅارانو ترمنځ له مشورې وروسته پاى ته ورسول شوه او مساوي اعلان شوه.

د افغانستان لپاره په دويمه پاڼۍ کې احسان الله جنت ٨٤ او ابراهيم ځدراڼ ٧٦ منډې وکړې، همدا راز په لومړۍ پاڼۍ کې بيا جاوېد احمدي ٥٦ منډې ترلاسه کړې وې.

د توپ اچونکو په برخه کې بيا حمزه هوتک په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په دواړو پاڼيو کې يې ٤-٤ لوبغاړي وسوځول.



خبرونه، افغانستان، کرکټ، بورډ، ټیسټ
t