کورنی کرکټ: مس عینک په دویمه پاڼۍ کې ۲۲۶ منډې جوړې کړې

کورنی کرکټ: مس عینک په دویمه پاڼۍ کې ۲۲۶ منډې جوړې کړې

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لړ کې مس عینک د بندامیر پر وړاندې په دویمه پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۲۶ منډې جوړې کړې، مس عینک ته په دویمه پاڼۍ کې شاهدالله کمال ۵۶، افسر ځاځي ۵۰، فضل نیازي او ضیالحق ۴۳- ۴۳ منډې جوړې کړې.

کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ بندامیر ته په دویمه پاڼۍ کې نجات مسعود او شمس الرحمان دوه- دوه او حشمت الله شاهدی یو لوبغاړی وسوځوه.




t