ولسمشر دوحې ته تلونکي پلاوي سره غونډه کړې

ولسمشر دوحې ته تلونکي پلاوي سره غونډه کړې

ولسمشر غني نن په ارګ کې دوحې ته له ورتلونکي پلاوي سره غونډه کړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې ولسمشر غني، حامد کرزي، ډاکتر عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي او مېرمن حبیه سرابي پخپلو خبرو کې د سولې پر اهمیت او د افغانستان په باعزته استازولۍ خبرې وکړې.
د غونډې نور جزیات لا رسنیز شوي نه دي.
دا پلاوی، چې دوه نیم سوه کسه حکومتي چارواکي، سیاستوال او د مختلفو قشرونو استازي پکې برخه لري، د ګڼوالي له امله د طالبانو له نیوکې سره مخ شوی.



تبصره وکړئ

avatar