ولې اعلامیې ورکوو؟ قادرشاه( د حنیف اتمر ویاند)

ولې اعلامیې ورکوو؟ قادرشاه( د حنیف اتمر ویاند)

زه وخت نا وخت د ټولنیزو شبکو د ملګرو بحثونه او استدلال ګورم، ډیر وخت د دې اړتیا نه وي، چې ځواب ورکړل شي. په حکومت کې د ننه زموږ د دوستان یوه خاصه ډله ده، چې د شپې له یوولسو بجو وروسته پوستونو او لیکنو ته وزګاریږي. د یوولسو بجو دې ملګرو له تیرې ورځې راهیسې دا شکایت پیل کړی، چې د جناب اتمر صیب د ټیم لخوا ((اعلامیې)) زیاتې نشر کیږي.

غواړم څو ټکو ته اشاره وکړم:

– که تاسو پاملرنه کړي وي، زموږ ټیم په وروستیو کې خپل سیاسي بیانونه یا بیانیې نشر کوي، اعلامیې خورا محدودې دي، موږ خپل مسوولیت ګڼو، چې د روانو حساسو سیاسي او امنیتي حالاتو په رابطه خپلې سیاسي ((بیانیې)) او پیغامونه له ملت سره شریک کړو. دا شکایت حتی د ارګ د ژبو ځینو استادانو هم کړی، زه د دوی پر استادۍ ویاړم خو دا ورته خامخا یادونه کوم، چې د اعلامیې سیاسي بیانیې تر منځ توپیر موجود دی. بیلګه یې د نن ورځې اعلامیه ده، چې موږ د هلمند ولایت د پیښې په اړه نشر کړه.
– له هغې ورځې وروسته، چې د حکومت یو تن لوړ پوړي چارواکي د ملت د ارادې خلاف په امریکا کې څرګندونې وکړې، د حکومت تبلیغاتي دستګاه خاموشه ده او د ویلو له پاره هیڅ نه لري، موږ غواړو پوه شو، چې پرته د جمهور رییس له خبرونو چې نشر کوي یې، ایا د روان سیاسي حالت په اړه کومه سیاسي بیانیه یا پیغام لري؟ دوې د رسمي کانالونو پر ځای ټوله پانګونه پر غیر رسمي تبلیغاتي کانالونو کوي، چې بیلګې یې تاسو فیسبوک کې لیدلی شئ.
– ځیني اشخاص، چې ځانونه د ارګ او ملي امنیت شورا دفتر رسنیزو دفترونو پورې تړلي بولي د افغانستان د ملي مشرانو په وړاندې د قلم او کلام درنښت نه مراعت کوي. که چیرې واقعاً دوی ته خپل مشران ګران وي او احترام یې لري نو زما توصیه دا ده، چې د نورو مشرانو ته هم په درنه وګورۍ.

وروستۍ یادونه مې دا ده، چې د افغانستان د روان سیاسي، امنیتي او ټولنیز حالت په ځانګړي توګه د جوزا له پیل سره سم د حکومت د واک غیر مشروع کیدو او د حکومت د غیر قانوني، کمپایني او نمایشي کارونو په اړه به زموږ سیاسي بیانونه، اعلامیې او بحثونه دوام ولري، له تاسو ټولو مې په درنښت هیله ده، چې موږ سره په دې رغنده بحثونو کې ونډه واخلۍ.

درنښت



تبصره وکړئ

avatar