ویدیا: چاته اجازه نه ورکوم، زما احساس بدل کړي

ویدیا: چاته اجازه نه ورکوم، زما احساس بدل کړي

د بالیووډ ښکلي او نوموتي سېنمایي ستوری ویدیا بالن د رسنیو سره په یو تازه مرکه کي ویلي دي، چي د وزن د زیاتوالي د مشکلاتو سره مخامخ وه او د همدي له آمله د خلکو ترانتقادونو لاندي وه او ځیني وختونه یې د شرموالي احساس هم کاوه.

ویدیا بالن د هندوستان ټایمز سره خبرو کي ویلي دي: (( دا زما د ژوند لویه برخه وه کله چي زه مي د بدن د وزن سره په جنګ کي وم. زه به همدي ته په غوسه وم، بد به مي کیدل. ما غوښتل چي بدن ته مي بدلون ورکړم، ځکه ما فکر کاوه که مي بدن ته بدلون ورکړ، د ټولو د منلو وړ به وګرځم، او د میني ارزښت به ولرم، یو وخت مي خپل وزن لږ کړ آما ومي لیدل چي ټولو لپاره د قبول وړ نه یم.))

نوموړي زیاته کړي: (( ما په قبولو او احترام کولو د خپل بدن شروع وکړه، دا یو اوږد سفر دي، زه د خوشحالي او ښایست احساس کوم، زه فکر بهترینه تحفه چي ما مي خپل ځان ته ډالي کړي ده داده چي زه به هیچا ته  اجازه ور نه کړم چي د خپل بدن په مورد مختلیف احساس وکړم.))

نوموړي سېنمایي ستوري ۴۰ کلنه ده او ډیر ژر به په (‘Mission Manga’ starring) فلم کي راښکاره سي.



تبصره وکړئ

avatar