پاکستان کې غبرګون پاروونکی شعار

پاکستان کې غبرګون پاروونکی شعار

پاکستان کې يوې محصلې د ښځو په برخه کې يو انځور رسم کړی دی، چې د نوموړې په خبره هدف يې د خلکو پام اړول وو.

تصوير د دوو نجونو رمسسا لاکهاني او راشده شبير حسين په فکر په شريکه جوړ شوی دی، خو ياد انځور له ډېرو نيوکو او غبرګونونو سره مخ شو.

دوی وايي، تل د ښځو په برخه کې نيوکې کېږي، خو د دوی هدف دا دی چې انسانان بايد ژوند کې مؤدب و اوسيږي.

رمیسا پر دغه لوحه یوه داسې ښځه رسم کړې چې په بې شرمۍ سره په بې ادبه انداز پرانیستې ځنګونونه ناسته ده او د لمر مخنیوي عینکې یې پر سترګو دي.

ملګرې یې راشده بیا تر دې تصویر لاندې د شعار لیکواله ده، چې وايي، هغه حقیقت ته پام ورواړي چې ښځو ته ویل کېږي:

”داسې کېنه، داسې وګرځه او داسې خبرې باید وکړي. ”

د دوی په خبره همدې واقعیت ته په کتو سره یې د خپل انځور لپاره داسې تشریح غوره کړه:

”دغه ده، زه سمه کېناستم ”

دواړه نجونې د حبیب پوهنتون محصلینې دي او وايي، ”ګرانې ملګرې یو، ګډ خاندو او له یوې بلې هېڅ خبره نه پټوو.

خو د دغو نجونو رسامۍ ډېر غبرګونونه وپارول او دا په پاکستان ډېر پاروونکی شعار هم ګڼل شوی دی.


آدب او کلتور

تبصره وکړئ

avatar