پرله پسې نښتې؛ فاریاب کې ۳۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پرله پسې نښتې؛ فاریاب کې ۳۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

  د فاریاب ولایت  په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ څلور ځلې نښتې شوي .

ملي دفاع وزارت وایي د دغو نښتو په پایله کې د طالبانو د ٢ تنو قوماندانانو  په ګډون ١١ تنه وسله وال وژل شوي او ٢١ تنه نور د ٣ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په ګډون ټپيان شوي دي.

د وزارت خبرپاڼه وایی د طالبانو مړي د جګړې په میدان کې پراته دې.

سرچینه زیاتوي، چې دې نښتو کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یاده ولسوالۍ کې دا څو ورځې پرله پسې د ملي پوځ او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کیږي.


تبصره وکړئ

avatar