په افغانستان کې د توبرکلوز ناروغي په زیاتیدو ده

په افغانستان کې د توبرکلوز ناروغي په زیاتیدو ده

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وایي تېرکال د توبرکلوز ۴۸ زرو ناروغانو د دغې ناروغۍ روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده. فیروز پرون په کابل کې د توبرکلوز د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې دع ویلي، چې دا د توبرکلوز د ټولو ۸۰ سلنه افغان ناروغانو ارقام دي. د ده په وینا تر ۲۰ سلنې پورې نور دغه ناروغان دوی ته د روغتیایي مرکزونو د نه نیږدې والي او بې غورۍ له کبله ځانونه نه دي ثبت کړي. د ده په وینا دا ارقام ښیي، چې په هېواد کې د توبرکلوز ناروغي مخ په زیاتیدو او د اندیښنې وړ ده. وزیر زیاتوي، چې د دې ناروغۍ درملنې ته په ټول هېواد کې تر ۳ زرو پورې روغتیایي مرکزونه لري. دی وایي حکومت تر ۲۰۳۰ پورې د دې ناروغۍ د بشپړ ختمولو پلان لري.


روغتيا

تبصره وکړئ

avatar