په زندان کې قرآني زده کړې؛ کونړ کې ۵۱ تنه ترې فارغ شول

په زندان کې قرآني زده کړې؛ کونړ کې ۵۱ تنه ترې فارغ شول

د کونړ مرکزي زندان کې (۵۱) تنو ته د قرآن کریم،حفظ،ناظرې او تفسیر له زده کړې وروسته د فضیلت لونګۍ وتړل شوې

د کونړ ولایت مقام رسنیز دفتر وایی په دې تړاو  د مرکزي زندان په انګړې کې جوړ شوو  مراسیمو کې د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار سربېره  یو شمېرنورو مسوولینو برخه اخیستې وه

مرستیال والي ګل محمد بیدار وویل چې زندان د زده کړې ځای دی او خوښ دی چې د مسوولینو په همکارۍ د کونړ مرکزي زندان د دیني زده کړو په یو مرکزبدل شوی او نن لسګونوزندانیانو ته د قرآن کریم د حفظ،ناظرې او تفسیر له زده کړو وروسته د فضلیت لونګۍ تړي.

 د افغانستان د زندانونو له وضعیت څخه په ټوله کې خلک شکایت لري، چې د ښه کیدو پرځای بندیان پکې لا بدو چارو ته سوق کیږي.
خو په وروستیو کې د ورته زده کړو د زمینه سازۍ ترڅنګ په ځینو زندانونو کې بندیانو ته د کتابتونونو د جوړیدو چارې پيل شوې او هرکلی ترې شوی.


تبصره وکړئ

avatar