په لسو ولایتونو کې د خالد او الفتح عملیاتو پر ضد لاریونه شوي

په لسو ولایتونو کې د خالد او الفتح عملیاتو پر ضد لاریونه شوي

د سولې د ولسي حرکت یا پي پي ایم غړیو د هېواد په لسو ولایتونو کې لارو او کوڅو ته راووتلل او د حکومت او طالبانو له لورې اعلان شوي عملیات يې وغندل.

کابو یوه میاشت وړاندې ولسمشر غني په یوې ناستې کې د طالبانو پر ضد د خالد په نوم عملیات اعلان کړل، چې ورسره سم طالبانو هم دوې اوونۍ وړاندې عملیات پیل کړل.

دا عملیات په داسې مهال اعلانېږي، چې امریکا، طالبان او حکومت د سولې د خبرو لپاره استازي ټاکي.

د سولې د ولسي حرکت غړيو په لسو ولایتونو کې د لاریونونو پر مهال ددې عملیاتو غندنه کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتې، چې دا عملیات ودروي.
د لاریونو په پرمهال د اوربند غوښتنه هم وشوه.
د یادونې وړده، چې دا لاريونونه به سبا پنجشنبه له خوست ولايت څخه پيل وروسته به ننګرهار، بلخ، کندهار او نورو ولايتونو ته هم وغځول سي.



Leave a Reply

avatar
  Subscribe  
Notify of