پکتيا: ۲۵۰ کورنيو سره د ۲۱ ميليونه افغانيو په ارزښت مرسته وشوه

پکتيا: ۲۵۰ کورنيو سره د ۲۱ ميليونه افغانيو په ارزښت مرسته وشوه

د پکتيا ولايت له ۲۵۰ بېوزله کورنيو سره د ۲۱ ميليونه افغانيو پّ ارزښت د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته وشوه.

د پکتيا ولايت رسنيز دفتر وايي، هرې کورنۍ ته به سل – سل چرګان ورکړل شي.

پکتيا مرستيال والي الحاج عبدالولي سهي د دغې پروژې په پرانيستغونډه کې هيله وښوده چې له دې سره به له یوا خوا د بې وزله او بې سرپرسته کورنيو او مېرمنو اقتصادي ستونزې حل شي.

هغه وايي، له بلې خوا به په پکتيا کې دکورنيو محصولاتو او د کورنيو چرګانو د توليد په برخه کې د پام وړ زياتوالی راشي.

 ښاغلي سهي د کرنې ریاست، تمويلونکي بنسټ مسؤلينو او د يادو ولسواليو له قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل، چې له يادې پروژې څخه لازمه څارنه وکړي تر څو په ټولنه کې یې مثبت اغېز څرګند شي.

د پکتيا د کرنې رئیس محمد دين مومند په خپلو خبرو کې وويل، چې د چرګو تر څنګ به هرې کورنۍ ته ۶۰۰ کيلوګرام خوارکي مواد، ۱۵ متره سيمي جال، د خوراک لوښي، دری ځلې واکسين او لازم درمل ورکول کيږي اود چرګانو د ساتنې او روزنې په اړه به د ښځينه روزونکو لخوا لازمه روزنه ورکړل شي.



تبصره وکړئ

avatar